IQNA

د انګلستان افراطي  توکمپالنې د مسلمانانو په ضد تاؤتریخوالی رابرسیره کړ

14:56 - August 13, 2024
د خبر لمبر: 3489689
ایکنا – د انګلستان ګارډیّن ورځپاڼې  په یوه مطلب کې په دغه هیواد کې د مسلمانانو په ضددتوکمپالنې په شتون اعتراف وکړ.

ایکنا نیوز د الفتح له قوله راپور راکړ، د انګلستان ګارډيّن  ورځپاڼې د؛په انګلستان کې بلواوې د ښي پالو د تاؤتریخوالي په باب  دوه ګوڼه سټینډرډونه ؛ په عنوان سره  په یوه تحلیل کې  ددغه هیواد د مسلمانانو په ضد د توکمپالو کړچارونو پر شتون اعتراف وکړ.

ددغه تحلیل د لیکونکو په اند، دې ته په پام سره چې د چاقو د هغې حملې د عامل په باب لومړني اطلاعات، چې د درو پیغلو جینکو د وژلې سبب شوې،څو ځله دروغ بلل شوي دي،د افراط پالو زوړپالو بهیرونو دوامدار تاؤتریخوالي د هغو دوه ګوڼو او اندیښمنونکو معیارونو د  شتون  ښودنه کوي چې په د افراطي ښي پالي لوري د تاؤتریخوالی په باب د ټولنې په درک کولو کې شتنه دي.

داپه داسې حال کې دي چې  له هغو بلواؤ  وروسته چې په هغو کې په انګلستان کې مسلمانان او مهاجرین  له تاؤتریخجنو حملو او  د توکمپالنې  له خطرو سره مخ  دي ، مسلمانو میرمنو او نورو قومی لږکيو له ځانه ددفاع لپاره  رزمی او دفاعی هنرونو زده کولو ته مخه کړې ده ، څو وتوانیږي ،له احتمالی  کړاؤنو او  اذیت کونو سره  مقابله وکړي او په نفس بانډې اعتماد هم پیدا کړي.

په لندن کې په یوه سبورټي هال کې مایه حسن  له نورو کابو دیرشو ښځو سره چې تقریبا ټوله مسلمانې او دقومي لږکیو  وګړي دي، د شخصي دفاع زده کړې کوي، هغه کسان چې د بلواؤ له څپې وروسته چې په هغو کې مسلمانان او مهاجرین د توکمپالنې او تاؤتریخجنو اقداماتو  له خطرو سره مخ شوي، دغه ډول ورزشونو اوروزنو ته  مخه کړې ده.

۲۸کلنه مایه حسن چې د شخصي دفاع  د هنرونو کارپوه هم ده، په یولړ څرګندونو کې  وائي، غواړي  چې له رنګین پوستو اوسرۀ سره  مرسته وکړي څو  له هغو ناکراریو وروسته چې  جوماتونه ،هوټلې او پناه غواړي  ئې شاهدان دي ، له احتمالی تاؤتریخجنو  چلندونو سره  د تعامل څرنګوالی زده کړي او پخپل نفس بانډې اعتماد  لوړ کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4231497  

captcha